IQNA

د نړۍ ترټولو شتمن پاچا د لمونځ ګوزارو لپاره د پشمني برابرول (فیلم)

15:33 - March 18, 2024
د خبر لمبر: 3488900
ایکنا- د برونائي د سلطان له خوا لمونځ ګوزارو لپاره د سحری یا پشمني تیارول،په ختیځي آسیا کې په دغه ډير شتمن اسلامی هیواد کې د روژې دمبارکې میاشتې یو ترټولو عجیبه دستورحسابیږي.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د برونائي پاچائي هیواد  سلطان او خلک  دخپلو اسلامی دود او دستور ته ډير زیات ژمن دي.

په دغه شتمن اسلامی هیواد کې له ۲۰۱۸ کال څخه د  روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ  په رسمي توګه چټي  په نظر کې نیول شوې  ده.

په دارالسلام کې یو ډير عجیبه دود او دستور دا دی چې ددغه هیواد غیر مسلمان خلک هم د مسلمانانو په شان د روژې دمبارکې میاشتې  تود هرکلی کوي او په دغې میاشتې کې  روژتیانو ته په ډیر احترام سره ګوري . یوه داسې چاره چې دټولنیز ګډ ژوند نښه  ډيره  ښه ددغه هیواد په خلکو کې له ورایه ښکاري.

 په سلطنت  کې د روژې د مبارکې میاشتې یو ډير په زړه پورې سنت ، د پلازمینې په جامع جومات کې د نړۍ دتر ټولو شتمن پاچا سلطان حسن ابوالکیاه شتون دی چې شخصا  له خپلو وزیرانو سره یو ځاي ، د لمونځ ګوزارو  لپاره د پشمني د خوړو  په تیارولو کې ګډون  کوي.

 دبرونائي ۶۶فیصده خلک ملائي توکمه دي  او په مالائي ژبې خبرې کوي . نور خلک هم زیاتره چینیان دي . ددغه هیواد د خلکو اکثریّت  مسلمانان او اهل تسنن دي .

https://iqna.ir/fa/news/4206086

captcha